له امریکا څخه موټر اخیستل

د امریکا د موټرو لیلامونه

د امریکا د لیلام موټرونه وګورئ، حالت او اټکلي لګښتونه وارزوئ او د بولۍ حد تایید کړئ. موږ لېږد او ګمرکي چارې همغږې کوو.

  • د موټر حالت او تاریخچه وګورئ.
  • د بولۍ حد تاسو ټاکئ.
  • له تایید مخکې د لګښتونو تفصیل ترلاسه کړئ.

د پېرلو بهیر

څلور ساده پړاوونه. د موټر د اخیستلو مخکې تاسو د موټر بیه، مشخصات او راتلونکي لګښتونه تاییدوئ.

۰۱

د خپلې خوښې موټر په اړه معلومات راکړئ

د موټر ماډل، د جوړېدو کال یا نورې اړینې ځانګړنې او خپله بودیجه راسره شریکه کړئ.

۰۲

د مناسبو موټرونو وړاندیزونه وګورئ

موږ د امریکا په جواز لرونکو لیلامونو کې لټون کوو او د مناسبو موټرونو معلومات، تاریخچه، انځورونه او د حالت اړوند یادښتونه درسره شریکوو. د موټر د معلوماتو او انځورونو کتنه د فزیکي معاینې بدیل نه ده.

۰۳

له بولۍ مخکې خپل تایید ورکړئ

د موټر معلومات، د بولۍ اعظمي حد او د لګښتونو تفصیلي اټکل وګورئ. موږ یوازې ستاسو له تایید وروسته بولۍ ورکوو.

۰۴

د موټر د سفر بهیر تعقیب کړئ

که موټر په بریالیتوب وپېرل شي، موږ د صادراتو، لېږد، ګمرکي چارو او ستاسو په ټاکلي ښار کې د موټر د سپارلو همغږي کوو. د لېږد موده او د سپارلو شرایط د اړوندو ادارو او باروړونکو شرکتونو له شرایطو سره تړاو لري.

د موټر د لېږد پړاوونه

د موټر له پېرلو څخه تر سپارلو پورې د هغه د سفر بهیر تعقیب کړئ. د اړتیا او شته معلوماتو له مخې، د موټر د پرمختګ انځورونه او تازه معلومات په واټس‌اپ کې درسره شریکوو. د لېږد مسیر د هرې محمولې له مخې توپیر کولی شي.

  1. د موټر پېرلد امریکا له جواز لرونکو لیلامي پلاتفورمونو څخه پېر.
  2. په امریکا کې زمونږ ویرهاوس ته د موټر انتقالتاسو سره د موټر اړوند نور معلومات او انځورونه شریکیږي.
  3. په بېړۍ کې د موټر بارولپه کانټینر کې د موټر بارول او د صادراتو د اسنادو چمتو کول.
  4. سمندري لېږدتاسو کولی شئ د خپل د موټر د سفر جریان تعقیب کړئ.
  5. د متحده عربي اماراتو یا ترکیې له لارې لېږدد ترانزیټ مسیر د لېږد د تنظیماتو او معاملو له مخې ټاکل کېږي.
  6. د افغانستان ګمرکد ګمرکي محصولاتو او تصفیې بهیر. وروستۍ پرېکړه د ګمرک اړوندې ادارې کوي.
  7. ستاسو تر ټاکلي منزل د موټر رسولپه کابل یا ستاسو په ټاکلي ښار کې د موټر د سپارلو شته انتخابونه له موږ سره تایید کړئ.

د پېرودونکو لپاره پېرل شوي موټرونه

په دې برخه کې هغه موټرونه ښودل کېږي چې د مشخصو پېرودونکو لپاره د لاسلیک شوي تړون له مخې پېرل شوي یا تر سپارلو پورې زموږ سره ساتل کېږي. دا انځورونه د موټر د سفر او لېږد بهیر ښيي. د پېرودونکو شخصي معلومات او د هغوی د موټرو لګښتونه په خصوصي حسابونو کې خوندي دي.

د موټرونو د حالت بېلګې

  • په امریکا کې زموږ په تمځای کېموټر په امریکا کې زموږ په تمځای(ویرهاوس) کې دی. د اوسنی موقعیت د تایید لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
  • د لېږد په حال کېموټر د لېږد په بهیر کې دی.
  • لېږل شویموټر له امریکا څخه لېږدول شوی او خپل مسیر تعقیبوي.

No vehicle listings are currently available.

اوس د لېږد په حال کې

د خپلې خوښې موټر غواړئ؟

No vehicle listings are currently available.

د خدماتو ارقام

  • 210د امریکا له لیلامونو څخه پېرل شوي موټرونه
  • 400لېږدول شوي او پېرودونکو ته سپارل شوي موټرونه
  • 5دفترونه په ۴ هېوادونو کې
  • 99%د پېرودونکو رضایت

د ځانګړو پېرودونکو لپاره

د امریکا په لیلامونو کې اوسنیو حاضرو موټرونو ته لاسرسی

تایید شوي غړي کولای شي د زیارکش موټر لوژستیک له خوا د غوره شوو موټرونو مشخصات، د بولۍ وروستۍ نېټې او د لګښتونو تفصیلي اټکلونه وګوري.

Request private-list access. We’ll verify your WhatsApp number, then review your request.

Already approved? Sign in to private listings. If verification is unavailable, message our office on WhatsApp.